IQNA

  د امریکا په درو کې دوه برخې خلک له ایران سره دجنګ زر بندیدل غواړي

16:15 - April 03, 2026
د خبر لمبر: 3492628
ایکنا – ۶۶ فیصدي امریکایان په دې اند دي چې باید له ایران سره په جنګ کې خپل ښکیلیدل زر تر زره پاي ته ورسوي.

ایکنانیوز  د الجزیره له قوله راپور راکړ،دیوې نوي نظر غوښتنې په اساس وروستۍ نتیجې ښې  دامریکا ۶۶ فیصدي ښاریز باوري دي چې دغه هیواد باید له ایران په جنګ کې خپله ښکیلیدا زر تر زره پاي ته ورسوي، حتی که  ټوله  اعلان شوي موخې ئې هم نه وي ترلاسه کړي.

دغه نظر سنجي  چې د روئيټرز خبری آژانس او د اپیسوس موسیسې په وسیله  دمارچ له ۲۷ تر ۲۹ پورې په مودې کېترسره شوي ، ددې ښودنه کوي چې   یوازې ۲۷ فیصده کسان  د موخو تربشپړ تحقق پورې  جنګ پر دوام ټينګار کوي، حتی  که څه هم دغه موضوع د جنګ د اوږدیدا سبب  کیږي . همداراز  په دغې نظر پوښتنې کې  شپږ فیصدي ګډون کونکو کوم ځواب نه دی ورکړی.

دغه ارزونه په امریکا کې له ۱۰۲۱ کسانو څخه  د یوې نمونې په توګه ترسره شوې ده  او نتیجې ئې  دپوځي نښتو دوام  ته  د عمومي  ګروهنو د کمیداا ښودنه کوي.

ددغې نظر غوښتنې احصائې  د پخوانیو ارزونو له نتیجو سره  هم سموالی لري؛ دا سې   په ایران باندې د لومړنیو حملو څخه د ملاتړ اندازه  په کابو له ۲۷ تر ۳۵ فیصدو پورې راپور شوې  او  دمځکنیو ځواکو نو له لیږد څخه  ملاتړ  هم یوازې ۷ فیصده دی.

ددغه راپور په اساس،  د سونګو دبیّو په زیاتیدا ، د امریکائي عسکرو د مرګ ژوبلو د احتمال زیاتیدا او دغه راز پر ملی امنیت د جنګ  داوږدمهاله پایلو  په زیاتیدا اندیښې  ددغې لیدتوګې اصلي دلیلونه عنوان شوي دي.

 ددغې نظر غوښتنې نتیجې  له دې یوه ورځ خپرې شوي چې ډونالډټرمپ  له دوو تر درو اونیو په مودې کې د جنګ دختمیدا  د امکان په باب خبره  کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4343788

captcha